سمسور (۲۸سلواغه۱۴۰۱) د کابل امنیه قوماندانۍ د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې مرسل نبيزاده او د هغې د ساتونکي د وژنې په تړاو يو تن نيولی دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی اسماعیل د «مالیار» په نوم د یوه بل ساتونکي له لوري وژل شوي دي.
هغه لیکلي، قاتل چې تښتېدلی و، د کشفي عملیاتو په پایله کې نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی.
د ده په خبره، د دې پېښې د نورو معلوماتو لپاره څېړنې روانې دي.
مرسل نبيزاده او د هغې یو ساتونکی تېره میاشت په کابل کې پهخپل کور کې وژل شوي وو او یو ورور یې ټپي شوی و.