چین او ایران: افغانستان کې دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې شي

چین او ایران: افغانستان کې دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې شي


  • 1 کال دمخه (17/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 603

سمسور نیوز (۲۸سلواغه۱۴۰۱) د چین او ایران ولسمشرانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو پر کار د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

په‌ دې اعلامیه کې دغه راز له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د جاپان سفیر هم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر پرانېستې ټینګار کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د دوام په تړاو د ملګرو ملتونو دوه چارواکي افغانستان ته راغلي؛ خو لاهم ا، ا په دې تړاو کومه پرېکړه نه ده کړې.