سره له دې چې دواړه کلمې بېلې ماناوې لري خو د نورو ډېروکلمو په څېر مترادفې ګڼل شوي او تر ډېره يې په کاروونه کې هم تفکیک نه کېږي، البته په مسلکي لیکنو کې يې توپير خورا جوت دی.
دواړه عربي کلمې دي او جمع يې هم د عربي قاعدې ( ات) په وروستاړي یا لاحقې سره شوې ده خو ماناوې سره فرق کوي.
اطلاعات :
اطلاعات د يوه څه په اړه ځانګړو او کره څرګندونو ته ويل کېږي.
د خبرولو یا خبر په مانا تلقي کېږي چې نوی والی په کې شرط دی ، خو معلومات د علم په معنا دي چې نوی والی په کې شرط نه دی ، مثلا زه د یوې موضوع په اړه معلومات لرم چې هغه زما د علم یوه برخه ده او د وخت په تېریدو ارزښت نه بایلي ، خو اطلاعات یا خبرونه هغه څه دی چې د وخت په تېریدو زړیږي ، مثلا نننی خبر چې اماراتو خپل سفارت وتړه د سبا لپاره زوړ خبر دی .
په اطلاعاتو کې د یوې ټاکلې موضوع په اړه پوهاوی موخه وي. په اطلاع کې رسنیزه جنبه وي، مانا دا چې کله چې معلومات له نورو سره شریکېږي، نورو ته رسول کېږي، له ځان وروسته نورو سره د معلوماتو د شریکولو دغه بهیر ته اطلاعات وايې. اطلاعات تر ډېره په دولتي او په تېره استخباراتي برخې پورې اړه لري. اطلاعات جزي او خاص د یوې ټاکلې موضوع په اړه معلومات ترلاسه کول یا معلومات ورکول دي. اطلاعات متغییر وي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي په قانون يې داسې تعریف کړی :
۱ -اطلاعات: هر ډول ضبط شوی یا ثبت شوی سند او معلومات، نمونه او موډل اطلاعات دي .
شخصي اطلاعات د همدې قانون د تعریف له مخې لیکل شوي چې هر څه د یو شخص پورې اړه ولري، له نامه، تخلص، کار ، معاش او ... دا بیا شخصي اطلاعات دي خو په عموم کې اطلاعات په دریو ډولونو ویشل شوي:
نسبي محرم
محرم
اشد محرم
نسبي محرم اطلاعات ممکن له پېښو/ عملياتو ډېر وروسته له عامو خلکو سره شریک کړای شي، تاسو به يې د يو شمېر تقاعد شوو استخباراتي مامورينو د خاطراتو په کتابونو کې لوستي وي، چې ځينې [نسبي محرم] اطلاعات په کې بحث شوي وي، خو په هغې کې هم یو شرط شته، هغه دا چې رسمي لیکلي او ټاپه کړي مکتوبونه نه شي افشا کولی.
د دغه درې ډوله اطلاعاتو هر ډول يې په اسرار يا دولتي اسرارو کې راځي او افشاء کول يې د[جزا کوډ ]د موادو پر اساس د ملي خیانت تر کچې جرم دی.
حکومت، امنیتي ادارې او په ټوله کې په پېښو کې دخيل کسان تل هڅه کوي، چې خبريالانو سره معلومات شريک کړي؛ نه اطلاعات.
معلومات :
معلومات علم دی، همیشه ثابت وي، متغییر نه دي، هر چاته د لاس رسي وړ وي، عام وي، معلومات د پوهې زیاتول دي نه د اطلاعاتو په څېر د معلوماتو زیاتول. دلته دا هم ویلی شو ، چې هر ډول اطلاعات معلومات دي خو هر ډول معلومات اطلاعات نه دي. معلومات جدي نه وي.
زه کتاب ددې لپاره لولم چې معلومات مې زیات کړم خو نظامي ځایونه ددې لپاره کتل کېږي، چې اطلاعات پکې زیات شي. معلومات تر ډېره د خبرتیا تر نامه لاندې خپروو خو په اطلاعاتو کې چې وړاندې مو وویل ، اطلاعات رسنیزه جنبه لري او د اطلاعیې تر عنوان لاندې خپروو.
مخکې مو وویل: معلومات ثابت مواد دي، هر مهال وي، خو اطلاعات چې رسنیزه بڼه ولري، نوي شي، له نورو سره شریک شي اطلاعات شي.
ننګرهار دوه ویشت ولسوالۍ لري او نهه ناحیې لري، دا معلومات دي، ټول خلک ورته لاس رسی لري، خو که پدې برخه کې ووایو چې د ننګرهار په دوه ویشت ولسوالیو او نهه ناحیو کې ( ) اندازه امنیتي سرتیري په دندو بوخت دي، پدې کې ( ) نارینه ( ښځینه ) پولیس دندې تر سره کوي.
دلته د ننګرهار د ولسوالیو او ناحیو تر تعداد وروسته دا نور معلومات په اطلاعاتو کې راځي.
نوټ : پډې برخه کې راسره ملګري زیرک فهیم، استاد ضیاالرحمن حسرت ، استاد ببرک میاخېل ، استاد دواد وفا مرسته وکړه، له ټولو مننه