سمسور نیوز (۲۹سلواغه۱۴۰۱) سیمه ییزې سرچینې وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستاني پوله ساتو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه يو افغان ماشوم په ډزو وژلی دی.
سرچینې ویلي، پېښه تېره ورځ ناوخته د برمل ولسوالۍ اړوند «ټهنډي مرغه» سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، دغه ۱۲ کلن ماشوم اغزن تار ته څېرمه څاروي څرول، چې پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.
تر اوسه د پکتیکا ځایي امنيتي مسؤلينو د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.