وروستیو سختو اورښتونو د ځینو ولایتونو لویې لارې بندې کړې

وروستیو سختو اورښتونو د ځینو ولایتونو لویې لارې بندې کړې


  • 1 کال دمخه (18/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 577

سمسور نیوز (۲۹سلواغه۱۴۰۱) د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، د وروستیو واورو او بارانونو له امله د یو شمېر ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوې دي.  

دغه وزارت ویلي، چې د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، راغستان، کوهستان، ياوان، شهر بزرګ او یفتل ولسوالیو لارې له مرکز فیض آباد او د بدخشان ـ تخار ولایت ترمنځ لویه لار د واورې ورېدو له امله بنده شوې ده. 

یاد وزارت ویلي، چې په سرپل ولایت کې د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې د واورو له امله بندې شوې دي. 

د چارواکو په وینا په دغه ولایتونو کې د لارو د بېرته خلاصولو عملیات پل شوي او د سالنګونو په ګډون پاتې ټولې مواصلاتي لارې د تګ راتګ پر مخ خلاصې دي.