تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې؛ لاهم دروازه تړلې ده

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې؛ لاهم دروازه تړلې ده


  • 1 کال دمخه (20/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 628

سمسور نیوز (۱کب۱۴۰۱) یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي، چې دغه دجګړه نن سهار شااوخوا اووه بجې پیل شوه، چې یو ساعت یې دوام وکړ.

خو سرچینې وایي، سیمه کې لاهم دواړه لوري یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

په ټولنیزو رسنیو کې تورخم کې د جګړې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

تر اوسه افغان حکومت او پاکستاني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

لاهم د جګړې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم؛ خو د پاکستان جیوز نیوز رسنۍ لیکلي، چې دغه جګړه د یو افغان ناروغ پر سر رامنځ ته شوې، چې اسناد یې نه لرل.

په دغه جګړه کې د مرګ ژوبلې خبرونه هم شته؛ خو کره شمېر یې لا نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق ویلي وو، چې دا دروازه د هر ډول ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.