په لومړي ځل د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

په لومړي ځل د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي


  • 1 کال دمخه (20/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

سمسور (۱کب۱۴۰۱) مالیې وزارت وايي، د افغانستان د ګمرګونو په تاریخ کې په لومړي ځل د روان مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي. 

دغه وزارت ویلي، چې له دې مخکې د هېواد د ګمرکونو کلني عوايد له ۷۲ ميليارد افغانيو لوړ شوي نه ول. 

ماليې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې د مسلکي او ژمنو کادرونو ګومارل، د فساد مخنیوی او په چارو کې د پوره روڼتیا رامنځته کول د عوایدو د ډېروالي لاملونه بللي دي.