اوچا: بې‌وزله افغانانو سره د مرستې لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا  ده

اوچا: بې‌وزله افغانانو سره د مرستې لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده


  • 1 کال دمخه (20/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 642

سمسور نیوز (۱کب۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، سږ کال د څه باندې ۲۱ میلیونه بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.   

اوچا نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دغه کال کې به د کمو کرنیزو حاصلاتو له کبله اړمن کسان د اړتیا وړ توکو د اخیستو وس ونه لري. 

د اوچا په باور د بې وزله افغانانو ورځنی عاید کم او برعکس د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړې دي.

اوچا داسې مهال یو ځل بیا پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښيي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له منعې کولو وروسته یو شمېر خیریه بنسټونو افغانستان کې د خیر ښېګڼې چارې درولې دي.