سریزه
اختلاط یوه عربي کلمه ده او د امتزاج، ترکیب، ګډېدو او یو ځای کېدو معنا ښندي. له ټولنیزه اړخه، اختلاط د ښځې او نر د یو ځای مېشتېدو، ناستې او پاستې، خبرو اترو، کار او وظیفې، او نورو ساحو کې د یو ځای کېدو لپاره په مذهبي زمینه کې کارېږي.
د اختلاط په هکله اوسنی مذهبي فکر و فهم دا دی، چې په اسلام کې اختلاط حرام دی او نارینه وو ته روا نه ده، چې له نامحرمو ښځو او یا ښځې له نامحرمو سړو سره په یوه مکاني محدوده کې ګوشه نشین او یوازې شي. دغه اختلاط که په اجتماعي بڼه هم وي، لکه په یوه کاري دفتر کې د څو نارینه وو او مېرمنو یو ځایوالی، په درسي ټولګي کې د هلکانو او نجونو یوځایي ناسته او زدکړه او یا په ټولنیز رسم او اجتماع کې د سړو او ښځو ګډون؛ او که په فردي بڼه هم وي، د اوسني مذهبي فکر له مخې ناروا او د اسلام ضد چاره ده.
خو بل لور ته، د اوسنۍ نړۍ مغلق جوړښت دا ښيي، چې په ګڼو مواقعو او ساحو کې نه یوازې د ښځو او سړیو یوځايي شتون او له یو بل سره تعامل او تقابل اړین او لازم وي، بلکې له دغه ډول چال او چلند پرته بله هېڅ لاره هم نه وي، په تېره بیا چې خبره د تعلیمي، کاري او دفتري ساحو؛ او موقعیت یې پرمختیايي او وروسته پاتې هېوادونه وي.
اصلي متن
قرآن کریم د اسلام وروستی کتاب او محمد بن عبدالله (ص) يې وروستی پیغمبر دی. ټول مسلمانان په دې یوه خوله دي، چې قرآن کریم له هر ډول لفظي تحریف او تنقیص پرته هماغه کتاب دی، چې له نن څخه شاوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې پر محمد بن عبدالله نازل شوی دی. د اسلام وروستي پیغمبر حضرت محمد ص دغه کتاب خپلو هممهاله کسانو ته اورولی او په خپلو معتمدو کسانو یې د کتاب په شکل لیکلی دی. په دې اساس، قرآن کریم د اسلامي احکامو او اومراو په تړاو لومړنی، اساسي او وروستی مرجع دی. د قرآن کریم خپل حیثیت د دې تقاضا کوي، چې د اسلام هره خبره په همدې کتاب پیل او په همدې پای ته ورسول شي. قرآن یو بشپړ او جامع مذهبي کتاب دی.
په قرآن سربېره، هغه سنت هم د اسلام دوهم مصدر دی، چې له ابراهیم علیه السلام څخه تر نبي کریم علیه السلام پورې را رسېدلی او له نن څخه شاوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې محمد ص په خپل تائید، تزیید، تفهیم، تصلیح او تببین سره جاري کړی.
د اوسني مذهبي فکر پرخلاف، اجماع او قیاس د اسلام مصادر نه، بلکې د اسلام په اصلي مصادرو (قرآن او سنت) د پوهېدو لارې او ذریعې دي.
یوازې قرآن او سنت هغه تله ده، چې د حلال او حرام پرېکړه او قضاوت کولی شي. هغه څه چې په قرآن او سنت کې حرام وي، هېڅ څوک دا حق نه لري، چې حلال يې وبولي؛ او هغه څه چې په قرآن او سنت کې حلال وي، هېڅ څوک د دې حق نه لري، چې حرام يې کړي.
د یوه لوی اکثریت مسلمانانو اوسنی مذهبي فکر د اختلاط په تړاو په دې دریځ ولاړ دی، چې په اسلام کې د نامحرم ښځې او نر اختلاط حرام دی. د دغه ادعا شوي حرمت اطلاقي اړخونه هغه څه دي، چې نن ورځ يې موږ په خپله ټولنه کې د واکمنې ادارې له لوري د «فرمانونو» په څېره کې وینو، مثلاً دا چې ښځې له محرم پرته سفر نه شي کولی، په یوه ټولګي کې هلکان او نجونې درس نه شي ویلی، په یوه دفتر کې ښځه او نر دنده نه شي ترسره کولی او داسې نور.
په واقعیت کې، د مسلمانانو اوسنی مذهبي فکر له څلورو اصلي او ګڼو فروعي مصادرو څخه سرچینه نیسي، چې څلور اصلي يې قرآن، سنت، اجماع او قیاس دي. د اختلاط په هکله پورته یاد شوی دریځ د همدې مذهبي فهم نتیجه ده، چې لاندې ورته کتنه شوې.
پر اختلاط د اوسني مذهبي فکر د دریځ تر شا استدلال
لومړی، قرآن کریم:
اوسنی مذهبي فکر د اختلاط په تړاو خپل استدلال له قرآن کریم څخه پیلوي او د اختلاط په حرمت کې د قرآن کریم لاندې آیت راوړي:... وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ (الآیة).
په دغه آیت کې الله تعالی د خپل پیغمبر صحابوو ته د هغه مبارک په تړاو یو شمېر لارښوونې کوي. په دې لارښوونو کې یوه دا هم ده، چې کله تاسو (صحابه) د پیغمبر ع له مېرمنو څخه د کوم شي غوښتنه کوئ، نو د پردې له بل لوري څخه يې کوئ، ځکه دا ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره ډېره پاکه (تګلاره) ده. اوسنی مذهبي فکر، د تعمیم د قاعدې له مخې د همدې آیت په استنباط وايي، چې دغه حکم یوازې د پیغمبر ع تر مېرمنو ځانګړی نه دی، بلکې په عموم کې ټولو سړیو ته خطاب دی، چې له نامحرمو ښځو سره د یوه حایل له بل لوري تعامل او تقابل وکړي.
خو دغه ادعا په حقیقت کې له دوو اړخونو بې بنیاده ده. لومړی دا چې د متن کتنې اصول د دې غوښتنه کوي، چې له متن څخه هماغه معنا واخیستل شي، چې الفاظ يې په خپل ځان کې لري. تعمیم او تخصیص دوه داسې لارې دي، چې که یوې ته اجازه ورکوو او د آیتونو او حدیثونو د تشریح او تعبیر لپاره استفاده ورنه کوو، نو دا بلې ته به یې هم ورکوو. داسې نه شي کېدلی، چې د لفظ په معنا او د متن په مفهوم کې له تعمیم څخه کار اخلو، خو په ورته وخت کې تخصیص له پامه غورځوو. د دودیز فکر علماء په دې اند دي، چې ځینې وختونه مصالح د دې غوښتنه کوي، چې یو څه ته تعمیم ورکړل شي. خو پوښتنه دا ده، چې شارع پخپله ولې دغه مصلحت په پام کې نه دی نیولی؟ هغسې چې په ګڼو مواردو کې الله تعالی مؤمن سړي او مؤمنې ښځې په صریحو الفاظو کې یادوي، په دې ځای کې دغه حکم ولې یوازې د پیغمبر ع تر مېرمنو پورې محدود کړی شوی دی؟
د دغې ادعا دوهم بې بنیاده اړخ دا دی، چې دودیز علماء د پیغمبر ع د مېرمنو په هکله یو صریح آیت له پامه غورځوي. د نبي کریم ص د مېرمنو اړوند الله تعالی فرمايي: يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء ... (الایة).
په دې آیت کې الله تعالی د پیغمبر ع مېرمنو ته مخاطب دی، چې اې د نبي مېرمنو! تاسې د نورو ښځو په څېر نه ياستئ. په دې اساس، هماغسې چې یو شمېر احکام یوازې تر پیغمبر ع پورې محدود وو (لکه د تهجد د لمانځه فرضیت)؛ په همدې ډول، د نبي کریم ص تر مېرمنو پورې هم یو شمېر احکام مخصوص او ځانګړي دي، آن تر دې چې د پیغمبر ع مېرمنې د ټولو مؤمنانو میندې دي، وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ؛ او له هغوی سره یې نکاح حرامه وه. هغسې چې د نبي کریم ع مېرمنې د نورو ښځو په شان نه دي، په همدې ډول د دوی لپاره یو شمېر احکام هم د نورو مؤمنو ښځو د احکامو په شان نه دي.
دودیز علماء د پورتنۍ نیوکې په غبرګون کې وايي، چې که چېرته دغه حکم یوازې د پیغمبر ع تر مېرمنو پورې هم مخصوص وي، نو بیا هم ښه نه ده، چې مؤمنې ښځې د خپل پیغمبر د مېرمنو متابعت وکړي؟
ځواب دا دی، چې په اسلام کې، هر مسلمان نر او ښځه د قرآن او سنت په اطاعت او متابعت مأمور، مجبور او مکلف دی. که د پیغمبر د مېرمنو متابعت مطلوب وي، نو د همدې حکم په متابعت کې باید له هرې مسلمانې ښځې سره نکاح حرامه وګڼل شي، ځکه د نبي کریم ص مېرمنې زموږ میندې وې، نو په دې ترتیب د هر عصر ښځې زموږ میندې ګرځي...! خو دغه ډول استدلال یوازې د پوچو مغزونو او د اسلام له نوم بدناموونکو اذهانو څخه خو را ټوکېدلی شي، مګر د سالم علم او منطق د اصولو نتیجه نه شي کېدلی.
له قرآن کریم څخه د اختلاط د حرمت په تړاو د دودیزو علماوو دوهم دلیل د «غض البصر» آیتونه دي. په دې آیتونو کې مؤمنو سړو او ښځو دواړو ته د پیغمبر ع په خوله ویل شوي، چې له یو بل سره د مخامخ کېدو په صورت کې دې خپلې سترګې ټیټې کړي. دودیز علماء په دې نظر دي، چې د اختلاط په صورت کې د «غض البصر» په حکم عمل کول ستونزمن کېږي، نو په دې اساس اختلاط حرام دی او باید ډډه ورڅخه وشي. خو په اصل کې دغه آیت په خپله په دوو ډېرو واضحو خبرو دلالت کوي:
لومړی دا چې، که چېرته په اسلام کې اختلاط ناروا وای، نو بیا «غض البصر» ته اصلاً اړتیا نه پاتې کېدله، ځکه چې یوازې د اختلاط په صورت کې د دې اړتیا پېښېږي، چې انسان د خپلو سترګو ساتنه وکړي؛ په عادي حالاتو کې، هلته چې تجمع نه رامنځته کېږي، «غض البصر» په څه معنا؟
دوهمه خبره دا ده، چې دغه آیتونه په حقیقت کې د اختلاط په روا والي ضمني دلالت او د اختلاط آداب بیانوي. بشري ټولنه د نر او ښځې له تعامل پرته پرمختګ نه شي کولی، دغه تعامل په خپل ذات کې د اختلاط مقتضي دی؛ په همدې تناظر کې الله تعالی خپلو مؤمنو بندګانو ته امر کوي، چې له پردیو ښځو یا سړو سره د مخامخ کېدو یا په یوه ګډ چاپېریال کې د کار په جریان کې له خپلو سترګو څخه د ضرورت تر بریده او حیاناکه استفاده وکړي او د ابدانو خال و خط باید ونه لټوي.
یو بل مهم ټکی دا دی، چې د «غض البصر» په آیت کې د «بصر» کلمه راغلې ده. بصر د انسان په ظاهري سترګو یا د سترګو په فزیولوژیک عمل (لید) دلالت نه کوي، بلکې هغه لید ترې مراد دی، چې فکري او رواني فعالیتونه ورسره ګډ وي او د بیروني لید ترڅنګ دروني خیالات او فکرونه هم ورسره مل وي. هماغسې چې موږ په خپلو عادي خبرو کې یو چاته وایو، چې «له بصیرت څخه کار واخله.»، نو زموږ مخاطب په دې پوهېږي، چې په دې ځای کې مراد دا نه دی، چې له «سترګو» استفاده وشي، بلکې مراد ترې عقل، فکر او حکمت دی.
دوهم، نبوي حدیثونه:
د نبوي احادیثو په خورا لویه ټولګه کې یوازې یو څو احادیث دي، چې دودیز علماء یا د اوسني مذهبي فکر شارحین يې د اختلاط د حرمت لپاره د دلیل په توګه نیسي. له دې وړاندې چې موږ هغه احادیث دلته رانقل کړو، یوه اشاره باید دې ته ولرو، چې په احادیثو کې د ښځو او سړو د اختلاط په اړه هېڅ یادونه نشته، بلکې په احادیثو کې په صریحو الفاظو سره یوازې د خلوت کلمه راغلې. خلوت او اختلاط له یو بل سره فرق لري او کوم احادیث چې دودیز علماء يې د اختلاط د حرمت په اړه راوړي، په اصل کې د خلوت په حرمت او ناروا والي دلالت کوي. د دوی بنسټيزه تېروتنه همدا ده، چې د خلوت او اختلاط ترمنځ يې توپیر نه دی کړی او د یوه بېل امر حکم یې په اختلاط جاري کړی. اختلاط په یوه ځای کې د ښځو او نارینه وو مشروع ګډون او اشتراک ته ویل کېږي، لکه په ټولګي او یا کارځای کې.
خو بل لور ته، خلوت په یوه داسې حالت دلالت کوي، چې هلته د یوه ښځې او نارینه، د دوو ښځو، د دوو سړو، یا په ډله ییز ډول د څو نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د ناوړه جنسي عمل د سرته رسېدو احتمال او خطر وي. سره له دې چې په احادیثو کې یوازې د دوو مخالفو جنسونو (ښځې او نر) د خلوت خبره شوې، خو هغسې چې نامشروع جنسي اړیکه د دوو همجنسو (دوه ښځینه وو یا دوه نارینه وو) ترمنځ هم رامنځته کېدلی شي، نو په دې اساس په خلوت کې جنس مهم نه دی، بلکې د دوو یا څو انسانانو د یو ځایوالي هدف او غرض مهم دی.
هغه احادیث چې دودیز علماء يې د اختلاط په حرمت دلیل نیسي او په حقیقت کې د خلوت په اړه دي، همدې ډول غرض او هدف ته اشاره کوي. هغه خلوت چې په احادیثو کې يې یادونه شوې، که له یوې زاویې ورته وګورو، په اصل کې د زنا او لواطت مترادفه معنا ښندي او په دې کې هېڅ شک نشته، چې په اسلام کې دغه دواړه اعمال حرام او ستر ګناهونه دي.
د دودیزو علماوو استدلال پر لاندینیو احادیثو ولاړ دی:
الف) عن عقبة بن عامر -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: إياكم والدخول على النساء. فقال رجل من الأنصار: يا رسول الله أفرأيت الحمو؟ قال: الحمو الموت. [أخرجه أبو بكر بن أبي شيبة، وأحمد، والدارِمي، والبُخاري، ومسلم، والتِّرمِذي، والنَّسَائي.]
ژباړه: له عقبة بن عامر رضي الله عنه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، (نامحرمو) ښځو ته له ور ننوتو څخه ډډه وکړئ. یوه انصاري پوښتنه وکړه، اې د الله رسوله! د لېوره په اړه څه نظر لرې؟ نبي کریم ص ورته وفرمایل، چې لېوره (خو) مرګ دی. (حمو د سړي هغو نږدې خپلوانو ته وايي، چې ښځې ته يې نامحرم راځي.)
په بخاري شریف کې پورتنی حدیث په «باب لا یخلون رجل بامراة الا ذو محرم» او مسلم په «کتاب السلام في باب تحریم الخلوة بالأجنبیة والدخول علیها» کې راوړی.
په حدیث کې د ښځې او نر اختلاط اصلاً تر بحث لاندې نه دی راغلی، بلکې نارینه له دې منع شوي دي، چې له ښځو سره «په داسې حالت او داسې ډول» یوځای شي، چې د نامشروع جنسي اړیکې احتمال او خطر پکې وي.
ب) د اختلاط د حرمت په دلیل کې دودیز علماء څو نور احادیث هم راوړي. دغه احادیث، هماغسې چې پورته وویل شوو، د اختلاط په اړه نه، بلکې د خلوت په حرمت کې راغلي او اصلاً یو نارینه او ښځینه له دې منع شوي، چې د خلوت حالت غوره کړي.
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يقول: لا يخلون رجل بامرأة، ولا تسافرن امرأة وإلا معها مَحْرَمٍ. فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكتتبت في غزوة كذا وكذا، وخرجت امرأتي حاجة، قال: اذهب، فحج مع امرأتك.
ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې واورېدل، چې ویل يې: هېڅ نارینه دې له (پردۍ) ښځې سره نه ګوښی کېږي او نه دې یوه ښځه له محرم پرته سفر کوي. یو سړی پاڅېده، ویې پوښتل: اې د الله رسوله! ما د پلانکۍ او پلانکۍ غزوې لپاره خپل نوم ور لیکلی دی، خو مېرمنه مې حج ته روانه ده. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لاړ شه، له خپلې مېرمنې سره دې حج وکړ.
سره له دې چې له دې حدیث څخه په هېڅ ډول هم د اختلاط حرمت نه ثابتېږي، خو دودیز علماء يې د اختلاط د حرمت لپاره په دلیل نیسي؛ د حدیث له ښکاره متن څخه برېښي، چې د پیغمبر ص موخه خلوت دی، نه اختلاط. اسلام یو مبهم دین نه دی او متون يې هم ګونګوالی او ابهام نه لري. هماغسې چې په قرآن کریم کې الله تعالی فرمايي، چې له پټو یارانو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دغه ډول پټې یارانې د بل کوم هدف لپاره نه، بلکې د نامشروع جنسي اړیکو د ټینګولو لپاره لاره او وسیله جوړېدلې، نو له همدې امله الله تعالی خپل مؤمن بندګان ترې منع کړي دي؛ خو که چېرته د شارع مراد هر ډول ملګرتیا او له مقابل جنس سره ناسته پاسته وای، نو بیا به د «پټې» قید نه وو راوړل شوی. په همدې ډول، په دې احادیثو کې هم د الله تعالی پیغمبر خپل امتیان له یوه بدیهي واقعیت څخه نه دي منع کړي، بلکې د یوه ناوړه او چټل عمل څخه د ځان ساتنې خبرداری یې ورکړی.
په یوه بل حدیث کې هم پیغمبر ع، د متن او الفاظو له یو څه تغییر سره، خلوت غندلی او خپل امتیان يې ترې منع کړي دي.
وَعَنْ ابن عُمَرَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ألا لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ إِلَّا كَانَ ثالثهما الشَّيْطَان. [رواه الترمذي.]
ژباړه: له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خبر اوسئ! هېڅ نارینه له ښځې سره نه ګوښی کېږي، مګر دا چې دریم يې ترمنځ شیطان وي.
دغه حدیث په جامع ترمذي کې په «باب ما جاء في لزوم الجماعة» کې راوړل شوی دی. د سړي او نارینه د خلوت په تړاو دغه جمله، د یوه لوی حدیث وړه برخه ده او په هغه حدیث کې نور موضوعات هم یاد شوي دي. خو هغسې چې ومو ویل، په دې او دې ته ورته ټولو احادیثو کې یوازې د خلوت عمل ته اشاره او حرمت یې بیان شوی دی.
په دې سربېره، له پورتني حدیث څخه د اختلاط حرمت ثابتول له دې امله هم ناسم دي، چې په اړینو مواردو کې اختلاط یوازې د یوه نارینه او ښځینه ترمنځ نه وي، بلکې د څو نارینه او ښځینه وو د شتون په صورت کې د اختلاط حالت رامنځته کېږي. که چېرته د ښځو او نارینه وو ګډون یا اختلاط په اسلام کې ناروا وای، نو پیغمبر ع به هېڅ کله یوازې یو نارینه او یوه ښځه نه ښودل، بلکې په ټولیز ډول به يې خپله خبره په داسې الفاظو کوله،چې دلالت يې د سړو او ښځو په یوه ټولګه کېدلی، نه په فرد، فرد. خو موږ وینو، چې په ټولو احادیثو کې مازې د یوه نارینه او ښځینه یادونه شوې.
د دې کرښو لیکوال د دودیزو علماوو دې منطق ته ډېر حیرانه دی، چې دوی د خلوت په اړه دا او پورتني احادیث خو ذکر کوي، خو تر «باب لا یخلون رجل بامراة الا ذو محرم» را لاندې «باب: ما يجوز أن يخلوا الرَّجُلُ بِالْمَرْأَةِ عِنْدَ النَّاسِ.» کې راغلی حدیث نه ذکر کوي:
سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَتِ امْرَأَةٌ مِنْ الْأَنْصَارِ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسلم فخلا بها، فقال: والله إنكم أحب الناس إلي.
ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یوه انصاري ښځه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغله، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورسره ګوښی شو او ویې فرمایل: په خدای قسم! بې له شکه، له ټولو خلکو څخه ته راته ډېره ګرانه یې.
له دې حدیث څخه نه یوازې دا چې د اختلاط مشروعیت او روا والی ثابتېږي، بلکې که خلوت د نامشروع جنسي اړیکې په غرض نه وي، نو خلوت هم روا دی، په دې شرط چې د دواړو لوریو له شتون څخه دریم تن خبر وي، یا یې ویني او یا يې خبرې اوري، هغسې چې انس رضي الله عنه د پیغمبر ع خبرې اورېدلې دي.
په حقیقت کې، همدا یو حدیث د پورتني ټول بحث د اثبات لپاره کفایت کوي. خو یو شمېر دودیز علماء د اختلاط د حرمت د اثبات لپاره د حضرت ابو هریرة هغه حدیث هم راوړي، چې په هغه کې د سترګو زنا، لیدل او د ژبې زنا، خبرې ښودل شوې دي. حال دا چې د دغه حدیث هره برخه باید په جدا، جدا ډول تشریح او تفسیر شي. هر لیدل زنا نه دي او هره خبره هم زنا نه ده او نه شهوت د نفس یوازینۍ غوښتنه او تقاضا ده. لیدل هغه مهال زنا ده، چې انسان د شهوت او جنسي غریزې په نیت یو چاته وګوري؛ ژبه هغه مهال زنا ترسره کوي، چې د زنا لپاره لاره هواره کړي او یا ناړه او پلیتې خبرې پرې وشي.
له دې ټول بحث څخه معلومېږي، چې دودیز علماء په دې موضوع کې هم په هماغه تېروتنه او اشتباه کې ښکېل دي، چې په ګڼو نورو مواردو کې يې لري. لومړی دودیزو علماوو د اختلاط او خلوت ترمنځ فرق نه دی پېژندلی، تر هغه وروسته يې د خلوت په اړه راغلي حدیثونه او احکام د اختلاط لپاره اشتباه کړي او په پای کې يې یو شمېر هغه احادیث، چې اصلاً په یو شمېر ټاکلو او محدودو شرایطو کې خلوت ته هم اجازه ورکوي، له پامه غورځولي دي.
الله تعالی د اسلام دین د انسان له فطرت او د ټول(مکاني او زماني) جهان سره سم خپلو بندګانو ته را استولی دی. د اسلام هېڅ حکم د عقل او عصر له اصولو او غوښتنو سره ټکر نه خوري؛ په حقیقت کې دا موږ انسانان یو، چې ډېری وختونه تېروتنې کوو او په خدای پرستي کې دومره غلو کوو، چې په ناخبره او لاشعوري بڼه د خدای په ضد کارونه کوو.
د مقالې په پای کې به د بحث پایله په څو لنډو ټکو کې را ټوله کړو:
یو، په اسلام کې خلوت ممنوع دی او خلوت یو داسې حالت ته ویل کېږي، چې په هغه کې د دوو مخالفو یا همسان جنسونو د یو ځای کېدو او اشترک هدف نامشروع جنسي اړیکه ټینګول او بدکاري وي.
دوه، اختلاط له خلوت سره توپیر لري او اختلاط د بېلا بېلو مشروع مقاصدو لپاره د ښځو او نارینه وو ګډون او اشتراک دی، حتی که یوه ښځه او یو نارینه هم وي. په اسلام کې پر اختلاط هېڅ ډول ممنوعیت نشته، بلکې په هر ځای او وخت کې ښځې او نارینه په مشروع چاپېریال کې د مشروع موخو لپاره تعامل او تقابل کولی شي.
درې، د یوه نارینه او ښځینه خلوت، هغه مهال جایز دی، چې یو څوک یې له شتون څخه خبر وي، په سترګو يې ویني او یا یې غږ اوري. دغه خلوت، چې له اختلاط سره توپیر لري، په داسې حالتونو دلالت کوي، لکه: د خپل ژوند د ملګري د لیدنې او خوښونې پرمهال، قاضي ته د ځینو تجارتي او معاشرتي رازونو د ویلو پرمهال او داسې نور.
رحمت شاه فراز