له متحدو عربو اماراتو سره د افغانستان د کرکټ لوبې، ستونزې او وړاندیزونه:

له متحدو عربو اماراتو سره د افغانستان د کرکټ لوبې، ستونزې او وړاندیزونه:


  • 1 کال دمخه (20/02/2023)
  • جعفر هاند
  • 803

افغانستان د دریو لوبو دا لړۍ ۲-۱ وګټله چې د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ د یو تړون په اساس پلان شوې وې.

په افغان لوبډلې کې ټول لوبغاړي هماغه وو چې له څو میاشتو راهېسې په لیګونو کې په لوبو بوخت وو او ښه لوبېدلي وو. له ظاهر خان او کریم جنت پرته نور ټول هماغه لوبغاړي وو چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام په سیالیو کې په استرالیا کې د سکواډ برخه وو او ولوبېدل. د دې خبرو هدف دا دی چې لوبډله او لوبغاړي‌ هماغه وو  او داسې کوم لوی تغیر نه و چې د اولې لوبې د ماتې عمده دلیل دې وګڼل شي.

 

مثبت ټکي

افغانستان له یو بل هېواد څخه سیریز وګاټه. اوسنیو شرایطو ته په کتو، افغانستان نړیوالو لوبو ته اړتیا لري او دا کار تر یوې اندازې وشو.

څو ورځې وروسته د کرکټ‌ د نړیوالې شورا عمومي غونډه ده، حتمآ به دا بری د غړیو سترګو ته درېږي.

د راشد خان کپتاني د سیریز په بري پیل شوه. دا لړۍ دې روانه وي. 

له پاکستان سره تر دریو لوبو مخکې دا د افغانستان لپاره ډېر مهم سیریز و،‌ افغان لوبغاړي له څو میاشتو  څخه وروسته بیا سره یو ځای شول، یو ځای یې لوبه وکړه، بری یې راوړ او بری یې ونمانځه. فکرآ او ذهنآ به دوی له پاکستان سره لوبو ته ښه چمتو وي. 

راشد خان به د پاکستان سره په لوبو کې تر دې لا ډاډه وي، د خپلو لوبغاړو قوت او کمزورتیا به ورته ښه معلومه شوې وي او په هماغه اساس به امادګي‌ نیسي. 

په  اوسني حالت کې د افغانستان کرکټ مینه والو ته د خوشحالۍ یوه بله موقع هم برابره شوه، خوشحالۍ دې لا ډېر شي......

 

کرکټ د فکر لوبه

کرکټ ته د فکر لوبه وايي. د فکر لوبه ځکه ورته وايي چې هر بال،‌ د میدان هرې برخص، د مقابل لوبډلې، د قوت او ضعف هر ټکي، هر فرصت او هرې ستونزې ته جلا پلان او ستراتیژي جوړوي. دا کارونه په فکر او ذهن کېږي. کرکټ د فکر لوبه پوره یو کتاب دی، ما پښتو ته ژباړلی او چاپ شوی دی که یې د لوستلو شوق لري.

یو شمیر او که ووایم اکثریت افغان لوبغاړي داسې ښکاره کېدل چې د اماراتو لوبډله یې ډېره جدي نه ګڼله. ګربز له لوبې وروسته همدا خبره وکړه او وویل چې له هغوی څخه یې د داسې لوبو توقع نلرله او که بل ځل ورسره مخامخ شول «تر دې به یې جدي» ګڼي. 

راشد خان هم لوبغاړو ته دا خبره وکړه که د استرالیا سره لوبه وي او یا د اماراتو سره،‌ باید جدي وګڼل شي او سل سلنه زیار وګالل شي. فکر دا و چې دا لوبډله غښتلې نه ده، خو هغوی تر پخوا غښتلي شوي وو، په ځانګړي ډول د هغوی اوپنران او وسیم خان.

هو،‌ د ۲۰ اورونو افغان لوبغاړي د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې د قوي لوبغاړو،‌ روزونکو او نندارچیانو په وړاندې لوبې کړي او کوي او دې کار د دوی جرات او په ځان باور زیات کړی دی، خو د هېواد لپاره لوبې تر لیګونو ډېر فشار او تاثیر لري او دا مو د لوبغاړو په مخونو او څېرو کې ولیدل.  

 

توپ وهنه

افغان توپ وهونکو نسبتآ بالونه ډېر لوبول او منډې یې کمې کولې [ډاټ بالز] ډېر و. که څلوریزه او شپږیزه نه وهل کېږي، یوه او دوې منډې تر ټولو ښه کرکت دی، دا باید دود شي او لوبغاړي دا ستراتيژي خپله کړه. د حالاتو مطابق لوبه کول او دا پلان عملي کول، نه ښکاره کېدل.

اوپنېنګ

افغانستان په اوپنېنګ کې له ډېر وخت راهېسې ستونزه لري او دا ستونزه هماغسې ده چې وه. عثمان غني په نړیوال جام کې و، دې سیریز کې نه و. ګربز او  ابراهیم د افغانستان لپاره د اوپنېنګ یوه بله ښه جوړه کېدای شي او نور لوبغاړي هم شته چې باید فکر او کار پرې وشي. اوپنېنګ باید ثابت وي او دا یو دایمي حل غواړي. یو لوبغاړی چې د لسګونو فرصتونو سره سره ان د اماراتو په وړاندې هم ښه لوبه نشي کولای، مطلب دا چې همدا یې تر وس پوره دی او باید یې ځای بل وړ لوبغاړي ته تش کړل شي. کرکټ د ورځې لوبه ده، چا چې ښه لوبه وکړه،‌میدان  ګټي. داوپنېنګ ستونزه د اصغر افغان څخه محمد نبي او له محمد نبي څخه حشمت او راشد ته پاتې شوه. دایمي او ښه حل یې په کار دی، بدیلونه پریمان دي.

 

مډل ارډر

افغانستان په مډل ارډر کې یو بل توپ وهونکي ته هم اشد ضرورت لري؛ هغه که د اوس لپاره وي او یا د اینده لپاره، دایمي حل غواړي. د افغانستان توپوهنه هم په ۲۰ اوریزو او هم په یوې ورځنیو لوبو کې له دې مشکل سره مخامخ ده. بدیلونه شته او ښه ډېر دي او باید دې برخې دې جدي پام وشي ... د اوږد مهال لپاره یې د حل لاره دا ده چې مډل ارډر ته دې یو ښه مناسب توپ وهونکي راوستل شي، مسلسل چانس دې ورکړل شي او د سکواډ او لوبډلې برخه دې شي. ښه ډېر استعدادونه شته. په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې هم له همدې ستونزې کړېدو. مډل ارډر کې د یو عمده توپ وهونکي د نشتوالي له کبله د افغانستان د توپ وهنې ترتیب او ارډر تل ګډ وډ وي. په دې سیریز کې د دوو کیپرانو د لوبولو یو علت هم شاید او باید دا و چې یو اضافي توپ وهونکی په سکواډ کې زیات شي، خو دا دایمي حل نشي کېدای.

 

فیلډینګ

فیلډینګ په کرکټ کې یوه عمده برخه ده. که فیلډران ښه فیلډینګ ونکړي،  د دنیا غښتلي بالران هم هېڅ نشي کولای، فیلډینګ د لوبې په ګټلو کې کله ناکله تر ښه بالینګ او  ښه بېټینګ مهم رول لوبوي. په دې لوبې کې د افغانستان فیلډینګ فوق العاده نه و او دا خبره په فټنس، ډېر تمرین او ډسپلین پورې تړلې ده چې ډېر کار غواړي‌ او دلته پرې په جزیاتو خبرې نشي‌کېدای. افغان لوبغاړي اکثریت یې ځوانان دي او ښه ځوانان ښه فیلډران وي. فیلډينګ هم د نورو لوبډلمشرانو یو میراث پاتې دی، په دې هیله چې راشد خان یې تر یوې اندازې ښه کړي.

 

توپ اچوونه‌

 افغانستان تل په توپ اچوونې کې ښه وو او ځلېدلی و. مګر په دې سیریز کې د اماراتو ځینو لوبغاړو په افغان توپ اچوونکو باندې غټ انېنګزونه وکړل. ستونزه دا وه چې اکثریت بالرانو د ښې لاین او لینت د ساتلو په ځای، زور ډېر کاروه او اوټ سایډ اف سټمپ (د توپ وهونکي ښي لاس مخې ته) بالونه کول. زموږ تېز بالران د ۲۰ اورونو بهترین توپ اچوونکي دي، خو موږ یې ډېرې یارکرې، ان او اوټ سوینګونه او قوي لاین او لنت باندې بالینګ ډېر ونه لیده. د هر بالر لپاره فیلډران هماغسې درول کېږي، په دې مانا چې بالر باید د فیلډینګ ترکیب او جوړښت په اساس بالینګ وکړي.  اماراتو زموږ له سپین بالرانو سره نسبتآ احتیاط کاوه خو  ښه یې ولوبول. مطلب، د افغانستان بالینګ فوق العاده دی او دا هم د فکر مسئله وه چې محاسبه یې سمه نه وه شوې.

په یاد ولرئ، یو توپ اچوونکی په میدان کې یوازې نه وي،  بلکې ۱۰ نور فیلډران ورسره اوږه په اوږه او بال په بال مخکې ځي او باید دا سفر ډېر منظم او د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي. هو، یو توپ وهونکی بیا ۱۱ لوبغاړو ته یوازې ولاړ وی.

 

 الراونډران 

د پنځو یا شپږو عمده توپ وهونکو د کموالي له کبله له اماراتو سره په لوبو کې او په ځانګړي ډول په وروستۍ لوبې کې درې میډیم فسټ بالینګ الراونډران [هغه لوبغاړي چې هم توپ اچوونه او هم توپ‌ وهنه کولای شي] ولوبول شول. شاید د کپتان او روزونکو فکر دا وي چې الراونډران به هم توپ اچوي او هم به توپ وهنه کوي، په وروستۍ لوبې کې کریم جنت دا خبره ثابته هم کړه او لوبه یې هم وګټله، خو هر کله داسې نه وي. 

په یو لوبډلې کې پنځه عمده توپ وهونکي، خامخا وي او په شپږ نورو لوبغاړي بیا د الراونډرانو، تېزو او ورو توپ اچوونکيو یو ترکیب وي.  د یو الراونډر په ځای باید یو اساسي توپ وهونکی وای، چې نه و. د رحمت شاه ځای خالي و، بیا هم دا ستونزه هم دایملي حل غواړي.

 

د راشد خان کپتاني 

راشد خان تر دغو لوبو دا څو اونۍ مخکې په جنوبي افريقا کې په تجارتي لیګ کې د انګلنډ او نړۍ د قوي او مشهورو لوبغاړو کپتان و. په آی پي ال کې یې هم کپتاني کړې ده. 

راشد خان د افغانستان په کرکټ کې یوازینی لوبغاړی دی چې زموږ تر بل هر لوبغاړي نړیوال ریکارډونه او تجربه لري او لوبې هم زیاتې کړې دي. 

په فکري لحاظ هم په کرکټ اګاه دی، د لوبو ستراتيژي جوړولای شي، زړور کپتان دی، تصمیم نیونکی دی، مسئولیت منونکی دی او مهمه دا چې غواړي د اینده لپاره د لوبډلې یو مناسب ترکیب ولري او پلان او ستراتیژي ورته لري. 

تېر ځل یې هم چې له کپتانۍ څخه استعفا وکړه، یو دلیل یې دا و چې مسئولیت یې ورکړی خو صلاحیت یې نه و ورکړی. ده ویلي وو چې ما پرېږده د افغان کرکټ لپاره کار وکړم او ژمنه کوم چې ښه کار به وکړم داسې چې له ما وروسته به لوبډله بل مناسب کپتان او ښه ترکیب به لري او لوبغاړي هم ډېر مثبت بدل وي. راشد خان په همدې لوبو کې دا وښوده چې کوم لوبغاړی ښه لوبه نشي کولای، نه لوبول کېږي او چانس نه ورکول کېږي.

 

مګر بیا هم، زه فکر کوم چې یوازې په یو سیریز باندې د راشد خان په کپتانۍ باندې ډېر قضاوت کول به له وخت څخه لږ مخکې وي، هو ده د اماراتو لوبو ته د ورکړل شوي سکواډ اکثریت لوبغاړي وازمایل چې د پاکستان سره لوبو ته په خپل ذهن کې یو پلان ولري. په دې لوبو کې د دوو او دریو تېزو  الراونډرانو لوبول، ممکن هغه پرېکړه وي چې ګوته ورته ونیول شي، دوه جینوین تیز بالران او درې بالینګ الراونډران او دوه سپین بالران د لوبډلې ترکیب څه ناڅه بې تولې کړی و. همدغه راز د دوو کیپرانو لوبول هم شاید د وړ بحث مسئله وي، خو ښه وه نتیجه یې مثبته وه: لوبه او سیریز وګټل شول.

 

وړاندیزونه

د اماراتو له لوبو څخه دا باید زده کړل شي چې کرکټ په تمامه مانا د فکر لوبه ده او هرې کمزورې او غښتلې لوبډلې ته باید برابر ترتیبات او چمتوالی ونیول شي. 

افغانستان د اوپنېنګ یو ښه او مناسب ترکیب ته ضرورت لري، یو ښه او دوامدار اوپنېنګ باید وموندل شي او وساتل شي، څنګه؟ کرکټ بورد او روزونکي پوهېږي چې بلا بدیلونه شته.

 مډل ارډر کې یو بل توپ وهونکی باید زیات شي، دا ستونزه چې حل شي د توپ وهنې ترکیب هم جوړېږي او بیټېنګ لاین هم برابر او غښتلی کېږي.

د فټنس او ډسپلین مسئله باید جدي وګڼل شي چې فیلډینګ ښه شي.‌

توپ اچوونکي باید د حالاتو مطابق بالینګ وکړي- ډسپلین.

افغانستان ډېرو نړیوالو لوبو ته اړتیا لري، دا لوبغاړي باید په ډېرو لوبو کې مسلسل ولوبېږي، چې ترکیب، قوت، کمزورتیا او فرصتونه معلوم شي. افغان لوبغاړي‌ ضرورت لري چې د ملي لوبډلې تر چتر لاندې ډېر ولوبېږي چې له یو بل سره لا ډېر اشنا، فکرآ او ذهنآ اماده وي. دا کار هغه وخت امکان لري چې افغانستان ډېر لوبې وکړي.‌ افغانستان چې څومره ډېرې نړیوالې لوبې وکړې، قوي کېږي، ښه کېږي، استعدادونه یې رادبره کېږي، قوت یې ښکاره کېږي، مشکلات یې څرګندېږي او معلومېږي چې ستونزه کوم ځای کې ده او حل لاره یې څه ده.

همدغه راز، افغانستان خپل لیګ ته اشد ضرورت لري، که آې پي ال وي، شپږیزه او یا هر بل لیګ،‌ خو چې ټول ملي لوبغاړي په کې ولوبېږي، یو ځای ولوبېږي، یو ځای تجربې شریکې کړي، شریک درک یې زیات شي او بالاخره په کور دننه بوخت وساتل شي.

 

څو اونۍ وروسته له پاکستان سره لوبې لري،‌ په دې هیله چې هلته لا ښه ولوبېږو.

 

#افغانستان

#کرکټ

#نظر