اروپايي ټولنه: د چین له لوري روسیې سره مرسته سره کرښه ده

اروپايي ټولنه: د چین له لوري روسیې سره مرسته سره کرښه ده


  • 1 کال دمخه (21/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 535

سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) اروپايي ټولنه وايي، له روسیې سره د چین له لوري نظامي مرسته د دوی لپاره سره کرښه ده.

د یادې ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول جوزېپ بورېل تېره ورځ  په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرنو تر غونډې وړاندې خبریالانو ته ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې خبرداری ورکړی، چې که بیجنګ له مسکو سره د نظامي تجهیزاتو مرسته وکړي؛ نو دا به د دوی لپاره سره کرښه وي.

نوموړي ویلي، که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې نه غواړي روسیې سره د نظامي تجهیزاتو مرسته وکړي؛ خو په خبره یې دوی بیا هم دې برخې ته متوجې دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین هم د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې ویلي، چې چین له روسیې سره په تبلیغاتي، دیپلوماتیکه او سیاسي برخه کې ښکېل دي او دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ښايي بیجنګ مسکو ته نظامي تجهیزات هم ولېږدوي.

هغه ټینګار کړی دی، چې دا چاره به بدې پایلې ولري.

د یادونې وړ ده، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړه کې چین د روسیې په ملاتړ تورن دی.