سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

چارشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٣
اروپایي ټولنه: افغانستان کې د ښځو ژوند سخت خراب شوی

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د ښځو ژوند سخت خراب شوی


  • 1 کال دمخه (21/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 664

سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) اروپایي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د ا، ا له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره شپه بروکسل کې له غونډې وروسته یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ښځې ورو ورو له عامه ځایونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه حذفېږي.

واک ته د ا، ا له بیا رسېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو حقونو د نقض بحث راپورته شوی؛ خو ا، ا په کراتو ډاډ ورکړی، چې دلته اوسمهال د اسلامي شریعت په رڼا کې د ټولو حقونه خوندي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ا، ا د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او تېره دسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.

ا، ا په دې وروستیو کې ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو هم راوګرځولې.