امریکایي قاضي: بایډن د افغانانو شتمني د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نشي ورکولای

امریکایي قاضي: بایډن د افغانانو شتمني د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نشي ورکولای


  • 1 کال دمخه (22/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 641

د امریکا د نیویارک ایالت د یوې محکمې قاضي «جورج ډانیلز» د سې شنبې په ورځ ویلي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیان حق نه لري چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارده ډالر د غرامت په توګه تر لاسه کړي. 

رویټرز خبري اژانس له دغه قاضي څخه په نقل سره ویلي، سره له دې چې امریکا اسلامي امارت د یو مشروع حکومت په توګه نه پېژني، خو د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د یادې شتمنۍ د یوې برخې ورکول په دې معنی دي چې اسلامي امارت د افغانستان مشروع حکومت دی.

هغه ویلي، د سپټمبر د پېښې قربانیان حق لري چې د یاد برید بشپړه خساره ترلاسه کړي، خو هغوی نه شي کولای چې د افغانستان بانک شتمني واخلي.

د هغه په خبره، د امریکا محکمې د دغه کار وس نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس جوبایډن د یو اجرایوي فرمان له مخې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته ځانګړي کړي وو.