تهران کې د افغانستان سفارت ته د ا.ا ديپلوماتان ور وپېژندل شول

تهران کې د افغانستان سفارت ته د ا.ا ديپلوماتان ور وپېژندل شول


  • 1 کال دمخه (27/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 612

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ له کابله اته دیپلوماتان تهران ته تللي چې پر نوي شارژدافیر سربېره په ایران کې د افغانستان د سفارتي  چارو واګي په لاس کې واخلي.

دغه وزارت وايي، دا پرېکړه د سفارت په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه شوې ده.

د یاد وزارت د اسیا څانګې مشر ذاکر جلالي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ایران او ترکیه دوه هغه سیمه‌ییز هېوادونه دي چې ډېر افغانان پکې مېشت دي.

نوموړی زیاتوي په دې هېوادونو کې د بهرنیو چارو وزات له خوا استول شوو دیپلوماتانو ته د سفارت او کونسلګرۍ چارو له سپارلو سره اوس د سیمې په نژدې ټولو هېوادونو کې د اسلامي امارت دیپلوماتیک حضور بشپړ شو. 

تر دې وړاندې  د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو په تهران کې به د افغانستان د سفارت د نوي شارزدافیر او دیپلوماتاتو کار پیلېدا سره ایران کې د افغان سفارت چارې روانې وساتل شي.