بایر بوک: د ا.ا پر مشرانو نورو  بندیزونو هڅه کوو

بایر بوک: د ا.ا پر مشرانو نورو بندیزونو هڅه کوو


  • 1 کال دمخه (28/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 682

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي، هڅه کوي چې د ا.ا پر مشرانو نور بندیزونه ولګوي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲مې غونډې ته ویلي چې ا.ا په افغانستا ن کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او دوی د دې کار شاهدان دي.

هغې زیاته کې چې دوی به له افغانانو سره مرستې وکړي، خو نه غواړي چې له اسلامي امارت سره د مرستو په برخه کې لېوالتیا وښيي.

بایربوک ویلي دوی په افغانستان کې د مېرمنو د بشري حقونو د نقض شاهدان دي او د اسلامي ا مارت له لوري دا ډول کړنې باید پایلې ولري.

په همدې حال کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هوټیفلټ هم له افغان مېرمنو خپل ملاتړ څرګند کړی.