اوچا: میلیونونه افغان مېرمنې له بشري مرستو بې برخې دي

اوچا: میلیونونه افغان مېرمنې له بشري مرستو بې برخې دي


  • 1 کال دمخه (02/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 686

د افغانستان لپاره ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي،د ښځو پر وړاندې تبعیض به په ټول هېواد کې پر ملیونونو خلکو ویجاړونکی بشري اغېز  ولري.

اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر ښځینه مرستندویه کارکونکو بندیز به په ملیونونو زیان منونکې مېرمنې او نجونې د ژوند ژغورنې د مرستو له ترلاسه کولو بې برخې کړي.

تر دې وړاندې د ښځو لپاره د ملګروملتونو د افغانستان څانګې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په درشل کې په خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا ورځ سږ کال داسې مهال لمانځل کېږي چې له یوه کال راهیسې افغان نجونې د لوړو زده‌کړو او له ښوونځیو منع شوي.

دا په داسې حال کې ده چې له درېو میاشتو راهیسې ښځې په غیر دولتي مؤسسو کې له کار کولو را ګرځول شوي او له څه باندې یوه کال راهیسې .