د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له خپل ازبکي سیال سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي له بختیار سیدرووف سره د افغانستان پر مسائلو خبر کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدرووف ویلي چې دوی د مرکزي اسیا د ثبات لپاره ګډ لومړیتوبونه لري.
بلنکین وړمه ورځ د دواړو هېوادوونو ترمنځ د ګډو کټو په اړه د خبرو لپاره ازبکستان هېواد ته تللی وو.