ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره په ښو اړیکو ټینګار کړی

ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره په ښو اړیکو ټینګار کړی


  • 1 کال دمخه (08/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 617

تېره ورځ په ازبکستان کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ناسته شوې چې په کې له افغانستان سره په ښو اړیکو ټینګار شوی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  په دې ناسته کې د سیمې هېوادونه د افغانستان په سیاسي وضیعت، سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو او افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي غږېدلي دي.

له دې سره هم مهاله په هند کې هم د مرکزي اسیا دغړو هېوادونو ترمنځ هم د افغانستان په اړه ناسته شوې، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او تل پاتې ثبات په اړه خبرې شوې.

د یادونې وړ ده چې په دواړو ناستو کې د ا.ا چارواکو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.