کابل د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی

کابل د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی


  • 1 کال دمخه (11/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 677

د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د ایران او سعودي ترمنځ د هغې هوکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته ورغوي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی دا اقدام په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم ګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیک پرمختګ په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي.

تېره ورځ د سعودي او ایران ترمنځ هوکړه شوې چې دواړه هېوادونه به خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته رغوي او په تهران او ریاض کې به خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

یادې اړیکې له نن شاوخوا اووه کاله وړاندې په تهران کې د سعودي پر سفارت او مشهد کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ له برید وروسته خړې پړې شوې وې.