ایران بلخ کې پر خبریالانو پرونی برید غندلی

ایران بلخ کې پر خبریالانو پرونی برید غندلی


  • 1 کال دمخه (12/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

سمسور نیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د ایران بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د پروني برید غندنه کړې ده.  

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې دغه ډول بریدونه د امنیت، ثبات او خلکو د دښمنانو کار دی.

د چارواكو د څرګندونو له مخې، په دې برید كې يو تن وژل شوى او د ۵ خبریالانو په ګډون اته تنه نور ټپیان دي.

خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو بیا په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر درې او د ټپیانو ۱۵ کسه ښودلی دی.  

تر اوسه د یاد برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.