سمسور نیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې پهدې لېدنه کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ پر ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د گیلدییف په حواله زیاته کړې، غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې قزاقي لوري ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې اوس هېچا ته ګواښ نهشته او نه به یې خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکارول شي.