سمسور (۲۲کب۱۴۰۱) د هرات - کندهار پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ۳۰۴ مسافر وړونکی بس له سړکه واوښت او چپه شو.
د هرات روغتیایي چارواکي وايي، په ټپیانو کې درې ماشومان، اته ښځې او ۲۷ نرینه شته، چې ټول د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي، چې د اته ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې لامل د بس ګړندی تګ ښودل شوی.