پاکستان: افغانستان مو د صادراتو کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې

پاکستان: افغانستان مو د صادراتو کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې


  • 1 کال دمخه (13/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 629

سمسور نیوز (۲۲کب۱۴۰۱) پاکستاني چارواکي وایي، افغانستان ته یې د صادراتو کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

پاکستانۍ رسنیو د دې هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې اسلام‌اباد په تېرو اته میاشتو کې افغانستان ته د څه باندې ۶۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي دي. 

د خبر له مخې، له افغانستان څخه پاکستان ته د وارداتو په کچه کې هم ۲۴ سلنه لوړوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات له پاکستان څخه د وارداتو پرتله زیات شوي او کابل پاکستان ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.