سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) ایران هغه ۲۲ زره کسان بښلي، چې په حکومت ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه.
د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژهیي ویلي، چې دغه کسان د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په لارښوونه بښل شوي دي.
هغه دا نه دي ویلي، چې بښنه کله شوې او دا کسان کله تورن شوي دي.
ایران کې وروسته له هغې پراخ لاریونونخ پیل شول، چې د مهسا امیني په نامه یوه کردۍ ښځه د پولیس په بند کې مړه شوه.
مهسا امیني له دې امله د ایران پولیسو نیولې وه، چې په وینا یې حجاب یې سم نه و اغوستى.