سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) شمالي کوريا د خپل ختيځ ساحل اوبو ته د لنډ واټن ويشتونکي دوه باليسټيک ميزايل توغولي دي.
دا د روانې اوونۍ په درېیو ورځو کې دويم ځل دی، چې شمالي کوريا د خپل زور څرګندونه کوي.
په ورته مهال امریکا او سويلي کوريا په سيمه کې خپل تر ټولو ستر پوځي تمرينات کوي، چې دا په تېرو څو کلونو کې بېساري دي.
د سويلي کوريا د لوی درستيز دفتر ویلي، چې دا توغندي د سېشنبې په سهار ويشتل شوي دي.
د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا هم ويلي، چې جاپان په دې اړه خپل معلومات راټولوي.