اوپرا

اوپرا


  • 1 کال دمخه (14/03/2023)
  • ګل رحمان رحماني
  • 667

په امریکا کې د افغان الاصله امریکايي لیکوال د مشهور ناول « زر پرتمین لمرونه» پر بنسټ جوړه شوې اپرا تازه په تازه افغان او امریکايي لوبغاړو نندارې ته وړاندې کړه. اپرا څه ته وايي؟ څه وخت مخکې هم د ادب یوه محصل راڅخه د دوو ادیبانو د اپرا په اړه پوښتلي وو، همغه ځواب بیا خپروم، ځکه اوس هم په فرهنګي خبرونو کې د اپرا اصطلاح مطرح کېږي. 

اوپرا یا آپرا (Opera) -چې لغوي مانا یې ابهام غورځونه ده- د هنر (موسیقي) او نندارې د چاپېریال پخوانۍ اصطلاح ده چې وروسته ادبیاتو ته هم راغلې. په هنر کې د موسیقي او تیاتر(نندارې) داسې ګډ جوړښت ته وايي چې حقیقت وکاږي او ابهام ورڅخه توږل شوی وي.

پخوانیو اوپرايي پنځوالو باید د اوپرايي اثارو د تخلیق لپاره موسیقي او بې ابهامه ننندارې ته ژور پام کړی وی، خو دا چې کوم اړخ یې باید ډېر پیاوړی او مخکې وي؛ کره کتونکو یې په اړه اختلاف درلود، خو یو نظر دا و چې موسیقي د نندارې او حرکاتو تولید ته ښه زمینه مساعدولی شي، لکه زموږ او ستاسې د ډول غږ چې د اټڼ چیانو وزرونه تخنوي. 

د موسیقي د تاریخ لومړی اوپرا جووړونکی جاکوپو پري دی، خو هغه کس چې دا هنر یې په ټوله مانا اوج ته رسولی، کلودیو مونته نومېږي، ده موسیقي، ادبیات، نڅا، صحنه کښنه او نقش لوبونه هم ددې هنر تر چتر لاندې راوستل او هر کلی یې وشو. په ادبي متونو کې یې د غږ او حرکت تیوري پیاوړې کړه.

نو په دې اساس اوپرا د غږ (موسیقي) او نندارې پر دریځ د نقش لوبولو داسې ګډولې ته وايي چې هم لوړ هنر ولري او هم چاته په کې پوښتنه پاتې نه شي، له ابهام او پوښتنې وتلی وی، دا اصطلاح د موسیقي اړونده وه، خو داسې موسیقي چې یوه جلا ارګستر غږوله او ځانګړي حرکتونه یې هم لرل. 

یو ډېر لوی او ریالېستي داستان به یې په ډېره ساده بڼه- چې ژوره احساسي تجربه په کې وي او زړه راښکونتیا په کې پیدا کړي –په شاعرانه ژبه وړاندې کاوه. 

ستا د پوښتنې په تړاو دا وایم چې د استاد پژواک او پامیر د شعر شاعرۍ ته ځکه دا نوم ورکړل شوی چې د دوی شعرونه په ځانګړي ډول کلمه داره روپۍ هم د شعر خوند لري او هم پر ستیج له موسیقۍ او نندارې سره وړاندې کېږي، خوندور او زړه را ښکونکي تمثیلي اړخونه لري، لوستونکي ته ډېر تراژیدي او ریالېسټي داستان کې هم د مشاهدې او موسیقي په مرسته جذابیت او ښکلا پیدا کوي.