آیا موږ د بشریت د تاریخ په تر ټولو بداخلاقه زمانه کې ژوند کوو؟
سخته پوښتنه ده.
اخلاق نسبی مفهوم دی او د مکان و زمان تر ځانګړیو شرایطو بدلیږي. اخلاق د بشریت لپاره یوه خورا لرغونې مسئله ده او له زرګونو کلونو وړاندې د مصر و یونان څخه رانیولې، تر آریانا و هیندوستان پورې یې ګڼ پېژاندونه وړاندې شوي. ډېر ځله له دین سره ګډ راپېژندل شوي دي، خو یو تر ټولو ساده او اسان پېژاند یې دا دی، چې:
هغه ګړ و کړ (وینا و عمل) چې بل انسان یا طبیعت ته یې ګټه ورسیږي، اخلاقي ګړ و کړ دی.
د دې پرعکس، که د کوم ګړ و کړ تاوان (انسان) یا (طبیعت) ته پېښېده، بداخلاقي ده.
انسان او طبیعت ته زیان او ګټه رسول هم بدلېدونکي مفاهیم دي او انسان و طبیعت هم له مکان و زمان سره بېلې ماناوې ښندي.
زموږ په زمانه کې، چې له انسان څخه بل انسان و طبیعت ته تر ټولو لوی زیانونه رسیږي، دا ښکاري، چې موږ د بشریت د تاریخ په تر ټولو بداخلاقه زمانه کې اوسیږو.
ولې؟
وسله جوړونه د بشریت تر ټولو ستره بداخلاقي ده!
نن بشریت د نړۍ د تاریخ تر ټولو زیاته وسله جوړوي، داسې وسله، چې په یوه شېبه کې انسان او طبیعت نیستولای شي.
همدا نن سبا په نړۍ کې سمې نیمايي جګړې د دې لپاره روانې دي، چې د زورورو جوړې کړلای شوې وسلې وپلورل شي، وسلې هله پلورل کیږي، چې وکارېږي، او وسلې هله کاریږي، چې بنیادمان سره وجنګیږي.
نړۍ د ځنګل تر قانون لاندې ژوند کوي، دلته هر زورور کمزوری خوري. زورور (بادار = جلاد) وسلې جوړوي، چې د هېګل له دیالېکتیکي معادلې سره سم یې روسته پاتې (غلام= قرباني) ولسونه و کاروي.
دواړه لوري بداخلاقه دي. زورور وسله جوړوونکي ځکه بداخلاقه دي، چې وسلې جوړوي او کمزوري سره جنګوي.
کمزوري ځکه بداخلاقه دي، چې د جهل او ناعقلانیت له لاسه سره جنګیږي او د وسله جوړونکیو مارکېټ ته ګټه ورزیاتوي.
محاسبه وکړئ:
په تېره نیمه پېړۍ کې به یوازې په افغانستان کې څومره (سپکې او درنې) مرمۍ ډزېدلې وي؟ ښايي څو ټریلیونه؟ اوس که د وسلې له بیې سره د هرې مرمۍ بیه لږ ترلږه یو ډالر وګڼو، نو یوازې د افغانستان جګړې ټریلیونونه ډالر د وسله جوړوونکیو مارکېټ ته ګټه رسولې ده.
وسله جوړوونکې دونیا بداخلاقه وه، چې موږ یې سره جنګولو، او موږ تر دوی زیات ځکه په بداخلاقۍ تورن یو، چې دوی سره جنګولو او موږ سره جنګېدلو.
زموږ ګیله دا وه، چې ولې مو سره جنګوي؟
د دوی تمسخر دا و، چې : موږ به هرڅه کوو، تاسو ولې سره جنګېږئ؟
بشریت لا هم د خپلې ګټې لپاره بل ته تاوان رسوي او دا بداخلاقي ده.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د بشریت په تاریخ کې تر ټولو لویه اخلاقي بریا ده، خو بدي یې دا ده، چې د ټول (بشر) لپاره نه ده. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د زورورو لپاره (ملي) ده، نه (نړیواله).
د بشري حقونو اخلاقي پنځګر لا هم وسلې جوړوي او دا چې په دغو وسلو د نړۍ په کوم کونج کې څوک وژل کیږي، نه هغه ورته بشر ښکاري او نه هم دوی ته وسله جوړونه خپله بداخلاقي بریښي!
(ګټه) قاتله ده، (اخلاق) وژني.
(جهل) قاتل دی، (اخلاق) وژني.
د زیاتې ګټې جنون او جهل دواړه انسان او طبیعت ته زیان رسوي.
(ګټه) زموږ په (جهل) کې پانګونه کوي او دغه پانګونه بداخلاقي ده.
موږ د وسله جوړوونکیو بداخلاقي وربدلولای نه شو، خو ځان د عقلانیت په زور اخلاقي کولای شو او هغه داسې، چې د شعور او عقلانیت دې برید ته ورسیږو، چې: که هغوی وسله جوړوله هم موږ یې په هېڅ نامه یو د بل ټټر ته ونه نیسو، ډز پرې ونه کړو او ځان د جهالت او کمزورۍ له بداخلاقۍ څخه وژغورو.
شته څوک چې په دې اړه فکر وکړي؟