د بيا ټاکنو يو بل لامل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1345

د افغانستان د درېيو لسيزو حکومتونه هغه ناروغ ته پاتې کېږي چې مصنوعي اکسيجن ورته چالان وي او چې کله پرې بند شي نو ساه يې خيژي .
همدا لامل دى چې دغه ناروغ کوم عادي حرکت هم وکړي ، نو د تعجب وړ ښکاره شي .
په ټولو هېوادونو کې ټولټاکنې د موجوده نظام له خوا په لاره اچول کېږي او تنظيميږي ، او يوه عادي خبره وي .
خو زموږ سږنى ټاکنې ځکه فوق العاده ګڼل کېدې چې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا چې يو افغاني کميسيون دى په لاره واچول شوې .
حامد کرزي د وږي په ٢٦مه ، د همدې ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلانه يوه ورځ وروسته په يوه خبري ناسته کې په وياړ وويل چې دا ټاکنې ډېرې بريالۍ وې او دا ځکه، چې دا ځل ټولټاکنې د خپلواک کمېسيون له خوا، چې يو افغاني کمېسيون دى، پر لاره واچول شوې .
خو وروسته ددغو ټاکنو پايلې چې خلکو يې د ګډون په قيمت کې ځانونه او د بدن غړي له لاسه ورکړل ، ونه منل شوې ، مسخره شوې او خبره دوهم پړاو ته لاړه .
ددې کار لامل دپراخو درغليو او نا قانونيو شتون وښودل شو ، خو پوښتنه داده چې ايا لومړنى ټاکنې ( د ١٣٨٣ تلې ١٨ مه ) په تول پوره او رڼې وې ؟
ايا هغه مهال هيڅ غير قانوني کار نه و شوى ؟
ځواب منفى دى او هغه ځکه چې هغه مهال هم درغلۍ شوې وې ، داسې کسان کانديد ول چې پرته د عمر له شرطه ( ٤٠ کلنى ) نور يې ډېر شرطونه ، نه و پوره کړي خو له دې سره _ سره ټاکنې بريالۍ وى او پايلې يې ومنل شوې .
دا ځکه چې هغه ځل ټاکنې د ملګرو ملتونو د مر ستندويه پلاوي ( يوناما ) په رهبرۍ تر سره شوې .
نړيوال دلته په هر ډګر کې د اوسېدو لپاره يوه نه يوه پلمه لټوي ، دوى وايي تر هغه وخته به دلته وي چې ملي ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي چې تر اخره به دا کار ونه شي .
دوى وايي ، ددې لپاره دلته دي چې افغانان په خپلو پښو ودرېږي ، هرڅه په خپل لاس کې واخلي خو بيا چې کله افغانان کومه وړتيا وښيي هغه نه مني او دا ځکه چې د دوى شتون ته لاره بنده نشي .
د انتخاباتو وروستۍ پايلې چې تمه وه د وږي په ٢٦مه اعلان شي ، شاوخوا يوه مياشت وځنډول شوې او بيا يې پايله داشوه چې انتخابات له سره شول .
ددې تر شا به ډېرې نورې موخې هم وي ، خو زما په اند شايد يو لامل داهم وي چې نړيواله ټولنه غواړي دنيا ته قناعت ورکړي چې که دوى له دې ځايه لاړ شي او واک افغانانو ته وسپارل شي نو هر څه به د ټولټاکنو په څېرګډوډ او نا کامه وي .
شايد ، ځينې په دې فکر وي چې لويديځ نور حامد کرزى نه غواړي او ددې لپاره پلمې لټوي ، خو پوښتنه داده چې ولې يې نه غواړي ؟
کرزي په تېره اته کلنه دوره کې ، په خپلسر کوم داسې مهم کار کړى دى چې په لويديځ ښه نه دى لګېدلى ؟ ايا په دې تېرو اتو کلونو کې يې کوم عادي امريکايي پوځي هم د ملکي افغانانو د وژنې په جرم محاکمې ته کش کړى ؟
ايا لږ ترلږده ، د شپې له خوا يې د خپلسرو تالاشيو مخه يې نيولې ده ؟
افغانستان شايد د هغو بدختو هېوادونو له ډلې څخه وي ، چې هيڅوک ( نه خپل نه پردي ) پرې زړه نه خوږوي .
يو يې ورانوي بل يې له رګونو وينه زبيښي او نور يې ...
دغه حالت ته په پام ؟ دا وطن به ، تر ډېره د هماغه بيمار په څېر پاتې وي چې په مصنوعي اکسيجن چليږي .
ددې ناروغ د ښه کېدو تمه نشته ، هرې خوا نه پرې خولې ښخې دي ، ورځ په ورځ يې وينه وچېږي.
په دې شديد بيمار نور زړه سوى په کار دى ، نور يې ورانولو او بدنامولو ته د پلمو لټول نه دي په کار ، کوم هېواد چې بې اعتباره او بې باوره وي نو ولس يې هم بې باوره وي او څوک ورته د يوه انسان په سترګه نه ګوري .