د آسیا اتلولۍ جام؛ افغان ساحي فوټبال لوبډله له بحرین، سعودي او ټایلڼډ سره سیالۍ کوي

د آسیا اتلولۍ جام؛ افغان ساحي فوټبال لوبډله له بحرین، سعودي او ټایلڼډ سره سیالۍ کوي


  • 1 کال دمخه (14/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 857

سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیایي جام سیالیو لپاره تایلنډ ته رسېدلې ده. 

افغانستان د اسیا د اتلولي جام د سیالیو په الف ګروپ کې ځای لري او له بحرین، سعودي عرب او کوربه تایلنډ سره ګروپي سیالۍ کوي.

د بدني روزنې او ورزش ادارې له خوا په خپاره شوې مهالوېش کې ښکاري، چې د افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سیالۍ د راتلونکي پنجشنبې له ورځې (۱۶م مارچ) پیلېږي.

په پلان کې ده، چې افغان لوبډله د اسیایي اتلولیو د پیل پر لومړۍ ورځ راتلونکي «پنجشنبې» له بحرین، د مارچ په ۱۸مه له تایلنډ او د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه له سعودي عرب سره د لوبو ډګر ته ښکته شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ ټول ټال ۱۶ اسیایي لوبډلې لوبېږي. 

د افغانستان په استازیتوب د ساحلي فوټبال دغو سیالیو ته د ملي لوبډلې ۱۲ لوبغاړي او درې روزوونکي تللي دي.

د افغانستان د ورزش ادارې په وینا، له يادو سياليو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته مستقيماً لار ومومي.