افغانستان ته راغلي چینایي سوداګر د سړکونو او لویو لارو جوړولو کې پانګونه کوي

افغانستان ته راغلي چینایي سوداګر د سړکونو او لویو لارو جوړولو کې پانګونه کوي


  • 1 کال دمخه (15/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 683

سمسور نیوز (۲۴کب۱۴۰۱) یو شمېر چینايي سوداګرو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې به په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته دوام ورکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې چینايي سوداګرو «کانسټنټ رۍ او مسټر وو» ویلي، چینايي شرکتونه غواړي چې د اسلامي امارت په همکارۍ د سړکونو او لویو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د ټولو پانګه‌والو امنیت ساتي او دوی ته د هر ډول اسانیتاوو رامنځته کولو ته ژمن دي.

هغه یو وار بیا ټولو چینايي شرکتونو ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.