د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وروستۍ څرګندونې له کرکې ډکې او د اندېښنې وړ بللې دي.
دغه کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې فکري کثرت او سیاسي انتقاد په هره ټولنه کې د پرمختګ اساسي اړتیاوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، طالبان په خپل استبدادي ذهنیت او د تاوتریخوالي او کرکې پر بنسټ د ادبیاتو په کارولو سره د ټولنیزې بې اتفاقۍ لامل شوي او د دې ډلې جنګیالیو ته د خپلسرو او غیر قانوني بریدونو فرصتونه برابروي.
د بشري حقونو د کمیسیون په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د طالبانو سره د حساب کولو لپاره نور جدي ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې وروستیو کې هغه کسان چې د دې ډلې پر کار نیوکې کوي واجب القتل بللي دي.
د نوموړي دغه څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.