سمسور نیوز (۲۵کب۱۴۰۱) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ د دوشنبې او سهشنبې په ورځو کې نږدې پنځه زره افغان پناغوښتوونکي له ایرانه بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.
دغه وزارت په یوه ټوېټ کې ویلي، دغه ۴۹۸۶ افغانان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
بل لورته دغه وزارت په یوه جلا خبر کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغانان خلاص شوي او د سپین بولدک دروازې ته رسول شوي دي.
د وزارت په خبره، خلاصو شویو زندانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.