اسټراليا د افغان نجونو او ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

اسټراليا د افغان نجونو او ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (16/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 633

سمسور نیوز (۲۵کب۱۴۰۱) د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده. 

اسټرالیایي رسنیو د وانګ له قوله ویلي، که پر ښځو د اسلامي امارت بندیزونه پای ته ونه رسېږي، افغانان به له ناوړه راتلونکې سره مخ شي. 

دغه راز وانګ ټېنګار کړی دی، چې دوی به له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.