سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) ا، ا د یوه بل کال لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت غځېدو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان په ګټه بللی دی.
ا، ا وايي، د ملګرو ملتونو استازولۍ فعالیت له نړۍ سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه غونډه کې په ۱۵ موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.