ډبلیو اېف پي له افغانانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

ډبلیو اېف پي له افغانانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (18/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 635

سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د بودجې کموالی په مارچ میاشت کې افغانستان ته د دې سازمان په مرستو کې د پام وړ کمښت لامل شوی دی. 

 د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي بیان کې د افغانستان وګړو ته د مرستو د برابرولو لپاره "د بېړني مالي ملاتړ غوښتنه" کړې ده. 

دغه بنسټ د جمعې په ورځ ویلي، په اپرېل میاشت کې ۱۳ مېلیونه کسانو ته ۹۳ مېلیونه ډالره او په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغان وګړو ته د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.