نوی کال؛ دولتي ادارو کې د کار د پیل او پای وختونه اعلان شول

نوی کال؛ دولتي ادارو کې د کار د پیل او پای وختونه اعلان شول


  • 1 کال دمخه (18/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 665

سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۲ کال لپاره په دولتي ادارو کې کاري وختونه وټاکل.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې به ټول دولتي کارونه د سهار له اتو بجو څخه پیل او په څلورو بجو پای ته رسېږي.

د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ به په دولتي ادارو کې کارونه له اتو بجو پیل او پر یوه بجه به د لمانځه او ډوډۍ له دمې پرته پای ته رسېږي.

دغه راز به د روژې په میاشت کې کارونه پر اتو بجو پیل او یوه بجه به پای ته رسېږي.

د کال په دوهمه نیمايي کې به دولتي کارونه د سهار په اتو بجو پیل او د مازیګر په درې نیمو بجو به پای ته رسېږي.