سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) په خوست ولایت کې یو کس خپله مور، لور او زوی وژلي دي.
دغه پېښه نن سهار د ګربزو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.
یاده پېښه کې د یاد کس مېرمن او یو بل ماشوم هم ټپیان دي.
که څه هم تر اوسه د پېښې لامل نه دی مالوم؛ خو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني پر خپله ټوېټر پاڼه د پېښې پخلی کړی او لیکلي یې دي، چې یاد کس په نشه يي موادو روږدی و.
ویل کېږي، د پېښې پر مهال په قتل تورن کس هم وژل شوی؛ خو دا خبره لا نه ده تائید شوې.