سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) د افغانستان او پاکستان چارواکو د جلال آباد - پېښور تر منځ د مسافر وړونکو بسونو د تګراتګ هوکړه کړې ده.
د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د سرچینو او تر لاسه شویو اسنادو په حواله ویلي، دغه هوکړه په الوتنو کې ستونزو ته په پام شوې ده.
تمه ده، د دې مسیر لپاره د مسافر وړونکو بسونو یو ټرمینل په تورخم او بل په جلااباد کې جوړ شي، چې په موډرنو وسايلو به هم سمبال وي.