تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوې

تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوې


  • 1 کال دمخه (18/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 580

سمسور نیوز (۲۷کب۱۴۰۱) د خبریال ملي ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنه وايي، تېر کال په هېواد کې د مالي ستونزو له کبله اووه راډیوګانې، دوه ټلوېزیونونه او یو خبري خبري اژانس تړل شوي او یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورسره هم بې‌دندې شوي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، تېر کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ١٥٠ پېښې ثبت شوي چې په وروستۍ پېښه کې په بلخ کې دوه خبريالان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

دغه ټولنه زیاتوي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست جوړول هغه اغېزناک ګامونه دي چې تر دې دمه اخیستل شوي. هر کال د کب په ۲۷مه په افغانستان کې د “خبریال ملي ورځ” نمانځل کېږي.