توماس وېسټ: د افغانستان پرمختګ لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې بولم

توماس وېسټ: د افغانستان پرمختګ لپاره د نجونو زده‌کړې مهمې بولم


  • 1 کال دمخه (19/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 677

سمسور نیوز (۲۸کب۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ یو وار بیا د نجونو زده کړې د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه بللې دي. 

وېسټ، چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري هم ورسره وه، د ماشومانو د تعلیم له فعالې ملالې یوسفزۍ سره کتلي دي.

هغه پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د نجونو تعلیم تر ټولو غوره کار دی، چې یو هېواد یې په مرسته کولی شي هوسا ژوند ولري.