متقي: نه دا-ع-ش شته او نه هم کومه بله مخالفه ډله لرو

متقي: نه دا-ع-ش شته او نه هم کومه بله مخالفه ډله لرو


  • 2 کاله دمخه (19/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 689

سمسور نیوز (۲۸کب۱۴۰۱) د بهرنیو چاروسرپرست وزیر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې داعش ډله په هېواد کې ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده.  

امیر خان متقي ویلي، که دلته کومه پېښه کېږي، دا له بهره را واردېږي.  

نوموړي د امریکايي جنرال هغه څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی، چې ګواکې داعش به له افغانستانه پر امریکا برید وکړي.   

د هغه په خبره، د افغانستان ټولې پولې خوندي دي او هیچاته ګواښ نشته.