اوچا: مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرستو رسولو ته دوام ورکوي

اوچا: مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرستو رسولو ته دوام ورکوي


  • 1 کال دمخه (19/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 676

سمسور نیوز (۲۸کب۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

دغې ادارې پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره خپل تمویل ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې روان میلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.