سمسور نیوز (۲۸کب۱۴۰۱) سیمه ییزې سرچینې وایي، په بادغیس کې یوه نجلۍ په خطایي ډز د خپل ورور لهخوا وژل شوې ده.
پېښه پرون د مرکز قلعهنو ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «درویش محمدي» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، دغه نجلۍ هغه مهال د خپل ورور له لوري په تېروتنه د ټوپک په ډز ووژل شوه، چې نوموړي خپله وسله پاکوله.
د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ لومړی ټپي شوې وه او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.