نی: سږکال د رسنیو لپاره له ناهيلۍ او ننګونو ډک کال و

نی: سږکال د رسنیو لپاره له ناهيلۍ او ننګونو ډک کال و


  • 1 کال دمخه (20/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 500

سمسور نیوز (۲۹کب۱۴۰۱) د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، ۱۴۰۱ لمریز کال، چې موږ یې په وروستیو ورځو کې یو د افغانستان د رسنیو د ټولنې لپاره له ناهيلۍ او ننګونو ډک کال و.

د دغه بنسټ په وینا، دغه کال په افغانستان کې خبریالانو فزیکي او رواني خوندیتوب نه‏ درلود او ډېر شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

بل لور د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيز دفتر مشر عبدالحق حماد دغه څرګندونې رد کړې. 

نوموړی په یوه مرکه کې ویلي، په تېر یوه – یو نیم کال کې د هېڅ یوه خبریال د وژل کېدو قضیه نه ده ثبت شوې.

دغه راز هغه زیاته کړې، په لومړي ځل حکومت رسنیو ته داسې اسانیتاوې چمتو کړې، چې په جریمو کې یې تخفیف ورکړل وشو، چې د ټولنې بل هېڅ قشر ته داسې امکانات نه دي ورکړل شوي.