سمسور نیوز (۲۹کب۱۴۰۱) سیمه ییزې سرچینې وایي، د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه پېښه پرون د فيروزکوه ښار په «غورقند» سيمه کې شوې ده.
د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له دباندې په رواړې سرګولولې لوبې کولې.
په وژل شویو کې يوه ښځه، دوه کوچني هلکان او درې کوچنۍ نجونې شاملې دي.
پېښه کې مالي زيانونه هم اوښتي دي.
بل لورته ځايي مسؤلينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.