سره میاشت: ۸۹ افغان ماشومان آلمان ته د درملنې لپاره لېږو

سره میاشت: ۸۹ افغان ماشومان آلمان ته د درملنې لپاره لېږو


  • 1 کال دمخه (21/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

سمسور نیوز (۳۰کب۱۴۰۱) د افغاني سره میاشت ټولنه وايي، د سولې کلي مرستندویې موسسې په همکارۍ نن سې شنبه ۸۹ تنه ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.

د سرې میاشت ټولنې له خبرپاڼې سره سم، په دې ۸۰ ماشومانو کې یو شمېر یې د هډوکو په میکروبي ناروغۍ او یو شمېر نور یې سخت سوځېدلي دي.

په همدې حال کې ۵۰ تنه نور افغان ماشومان، چې ۶ میاشتې پخوا د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

لا هم ۴۰ افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې لاندې دي.