سمسور نیوز (۲وری۱۴۰۲) سیمه ییزې سرچینې وایي، په ننګرهار ولایت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او خپله مېرمن وژلې ده.
سرچینې زیاته کړې، پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالي په اړونده سیمه کې شوې ده.
پېښه د نوموړي کس دوه زامن او یو لور هم ټپیان دي.
قاتل له پېښې وروسته پښې سپکې کړې؛ خو امنیتي مسؤلین وایي، د نیولو هڅې یې روانې دي.
د سیمې اوسېدوونکو د پېښې انګېزه کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې بللې دي.
خو دا خبره لا مسؤلینو نه ده تائید کړې.