بغلان کې کشف شوې ۵۷ لرغونې سکې ملي موزیم ته وسپارل شوې

بغلان کې کشف شوې ۵۷ لرغونې سکې ملي موزیم ته وسپارل شوې


  • 1 کال دمخه (22/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 621

سمسور نیوز (۲وری۱۴۰۲) د بغلان ځايي چارواکو ۵۷ لرغونې سکې د افغانستان ملي موزیم ته وسپارلې.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسد الله مصطفی هاشمي وايي، دغه اوه پنځوس سکې چې دوه زره کاله لرغونتیا لري، هغه مهال د سیمې د اوسېدونکو له لوري کشف شوې، چې په جلګه آرام سیمه کې د سړک جوړونې کار روان و. 

بل خوا، د ملي موزیم سرپرست ویلي، ا،ا د تاریخي آثارو ساتنې ته ژمن دی او یوازې په کب میاشت کې د پنځوسو تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

په هېواد کې د وروستیو څو لسیزو جګړو په لړ کې د ملي موزیم نږدې سل زره لرغوني آثار غلا او قاچاق کړای شول، په تېره لسیزه کې یوازې شل سلنه دغه آثار بېرته راګرځول شوي دي.