سمسور نیوز (۲وری۱۴۰۲) د چین ولسمشر شي جین پینګ مسکو ته خپل درې ورځني سفر نن چهارشنبه پای ته ورساوه.
د چین ولسمشر داسې مهال مسکو ته درې ورځني سفر پای ته ورساوه چې روسیه پر اوکراین د یرغل له کبله له ژورېدونکې نړیوالې انزوا سره مخامخ ده.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کریلیمن کې د خبرو پر مهال له شي جین پینګ سره خبرې 'بریالۍ او رغونکې' یادې کړې.
مسکو ته د چین د ولسمشر سفر سره همماله سپینې ماڼۍ اندېښنه ښودلې، چې ښایي چین روسیې ته وژونکې وسلې ورکړي.