یونېسف: ۶۰ سلنه افغان نجونې له زده‌کړو محرومې شوې

یونېسف: ۶۰ سلنه افغان نجونې له زده‌کړو محرومې شوې


  • 1 کال دمخه (23/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 640

سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، سږکال په افغانستان کې شپېته سلنه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

یاد صندوق زیاته کړې، نجونو پر زده کړو محدودیتونه به د افغان ښځو پر راتلونکو نسلونو منفي اغېزې ولري.

د نجونو د زده‌کړو او د مېرمنو د کار د بندیزونو په تړاو بیا بیا د ملګرو ملتونو استازیو افغانستان ته سفر کړی؛ خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.